کراچۍ کې د بندي افغانانو د خپلوانو شکایت
د سند چارواکي وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه یې د جنورۍ په ۷مه ۳۰۱ نور افغانان خوشې کړي دي.دغه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان وو، خو ځینې وايي، د قانوني اسنادو په درلودلو بیا هم نیول کېږي.یو شمېر افغانان وايي، د خپلو بنديانو سره په اسانۍ لیده کاته نه شي کولای.نور په ویډیو کې: