پاريس کې شپږ کسان په يوه بريد کې ټپيان شوي
![پاريس کې شپږ کسان په يوه بريد کې ټپيان شوي](https://gdb.rferl.org/034d0000-0aff-0242-a40d-08daf3b8f6dc_w800_h450.jpg)
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، یوه کس نن شپږ تنه په پلازمېنې پاریس کې په چاقو ټپيان کړې دي.
دا برید د ګادرینورد د ریل په تمځاي کې شوی دی.
د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی.
پولیس وایي، پر برید کوونکي یې ډزې کړې دي او سخت ټپي شوی دی.
تر اوسه د دې برید علت نهدی روښانه شوی او کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی.