یان ایګلنډ د افغانستان سفر پای ته ورساوه
ایګلنډ پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.
دی وايي چې له کابله روانېده نو هلته د یخنۍ کچه منفي ۲۰ درجو ته رسېده.
د ناروي د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان به تر هغه وخته له اړینو مرستو بې برخې وي چې نړیوالو مرستندویو ټولنه ته د ښځینه همکارانو په ګډون او د هغو له لارې یوځل بیا د کار اجازه نه وي ورکړل شوي.
ایګلنډ د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ په دې نیت افغانستان ته ولاړ چې هلته به د طالبانو له مشرانو سره په کتنو کې هغوی ته قناعت ورکړي چې پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار محدودیت لیرې کړي.