عدالت د نقیب الله مسید د وژنې قضیې په اړه فیصله محفوظه کړې ده
![عدالت د نقیب الله مسید د وژنې قضیې په اړه فیصله محفوظه کړې ده](https://gdb.rferl.org/e88931c2-8092-4a5d-86e2-ddfd4f4b8de1_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې یې "ترهګر وژلي" دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه "جعلي نښته" بللې وه.