په سیند کې تر بلدیاتي انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی
![په سیند کې تر بلدیاتي انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-853b-08daf6ccc0c4_w800_h450.jpg)
انتخابات په داسې حال کې وشول چې تر دې درې ورځې مخکې د سیند صوبايي حکومت په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د بلدیاتي انتخاباتو ځنډولو اعلان کړی وو. خو انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د سیند حکومت پرېکړه رد کړه او و یې ویل چې انتخابات پر ټاکلې نېټه کوي.