اوکراین کې د هېلیکاپټر پرېوتو پېښه کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي
د کییف والي اولېکسيې کولېبا ویلي دي چې هېلېکاپټر د جنورۍ پر ۱۸مه له پلازمېنې څخه شاوخوا ۲۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته د بروواري په وړوکي ښار کې له یوه وړکتون او رهایشي ودانۍ سره نېږدې لوېدلی دی.