د قزاقستان ولسمشر نن د دغه هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه
په قزاقستان کې دوې میاشتې مخکې د ولسمشرۍ وار لهمخه انتخابات وشول.
دې ټاکنو ته د پروسږکال د جنوري د میاشتې حکومت ضد خونړیو مظاهرو لاره هواره کړه.
د دې اعتراضونو په لړ کې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نورسلطان نظرباییف واک کمزوری شو.