د پوځ د يوه پخواني چارواکي په ډزو ګرجستان کې پنځه کسان وژل شوي
نن د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دغه سړي په سګاري ښارګوټي کې د خپل کور له بالکون څخه شپې مهال ډزې وکړې او وروسته يې ځان هم واوژه.
تر اوسه د پېښې علت څرګند نهدی.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه سړي له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د ګرجستان په پوځ کې دنده ترسره کړی وه.