ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو د احیا برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي
![ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو د احیا برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-6eb7-08dae77ff492_w800_h450.jpg)
ملګري ملتونه وايي، طالبان د ښځو د حقونو د احیا په برخه کې پر دوو برخو سره وېشل شوي دي.
اسوشېټېډپرېس اژانس د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق په وینا دا راپور ورکړی دی.
د هغه په وینا په راپور کې ویل شوي، چې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو له ځپلو لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند فرهان حق ویلي چې د طالبانو د حکومت ځینې چارواکي د ښځو پر حقونو د محدودیتونو د لیرې کېدو په برخه کې څرګند دریځ لري، خو د ده په وینا ځینې نور یې په ښکاره د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو مخالفت کوي.
د ملګرو ملتونه یوه هیئت چې مشري یې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې امینې محمد کوله افغانستان ته خپل څلور ورځنی سفر د جمعې په ورځ پای ته ورساوه.