انتخاباتي کمېشن د تحریک انصاف د ۴۳ نورو پارلېماني استازو غړیتوب ختم کړی دی
د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې کمېشن د جنورۍ پر ۲۵مه د قامي اسمبلۍ د هغو استازو د غړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې ده. له تازه اقدام سره له قامي اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د ۱۲۲ سیاستوالانو غړیتوب ختم شوی دی.