برېتانيا راتلونکې اوونۍ اوکراين ته پوځي وسايل لېږي
![برېتانيا راتلونکې اوونۍ اوکراين ته پوځي وسايل لېږي](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-d09d-08daff15c3e8_w800_h450.jpg)
د برېتانیا حکومت غواړي چې راتلونکې اوونۍ د اوکرایني ځواکونو له روزلو وروسته د مارچ په وروستیو کې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل ولېږي.
د برېتانیا صداراعظم ریشي سوناک پرون (پنجشنبه) خبریالانو ته وویل: "هر څه له پلان سره سم پر مخ ځي."
برېتانیا د اوکراین لومړنی متحد هېواد دی چې روانه میاشت یې وویل، ۱۴ چلنجر-۲ تهاجمي ټانکونه اوکراین ته ورکوي.
امریکا او جرمني هم په خپل منځ کې اختلاف ته شا اړولی او د چهارشنبې په ورځ یې وویل چې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل لېږي.