د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي
ښاغلي طه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د جګپوړو چارواکو د ۴۹مې غونډې په درشل کې پرون د دې سازمان مقدماتې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
په پام کې ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۹مه غونډه د راروانې مارچ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه جوړه شي.
طه بېګا په یوه بیان کې وویل چې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي طارق علي بخیت له لارې د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د اړتیا په ګډون یو لړ سپارښتنې وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان د مرغومي په ۲۱مه له یوې بېړنۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان وویل چې د پوهنتون په ګډون تعلیم ته د نجونو لاسرسی د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه شي.