د سوېډن صدراعظم ترکيې سره د خبرو د بيا پيل چمتووالی ښودلی
فنلنډ او سویډن په ناتو تړون کې د غړیتوب غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې روسیې پر اوکراین نوی یرغل پیل کړی و.
د ناتو اکثره غړیو هېوادونو د شمالي اروپا د دغو دواړو هېوادونو غوښتنلیکونه منلي خو ترکیې تر اوسه هغه نهدي تایید کړي.
تېر کال سویډن، فنلنډ او ترکیې د دغې پروسې د پر مخ وړلو لپاره موافقه وکړه خو انقرې تېره میاشت په دې اړه خبرې وروسته لههغې وځنډولې چې په ستاکهولم کې په یوه اعتراضي لاریون کې یوه ښي اړخي سیاستوال د قرانکریم یوه نسخه وسوځوله.