د ژورنالېستانو ټولنې د يوناما له يوه استازي سره د رسنيو پر مالي ستونزو خبرې کړي
![د ژورنالېستانو ټولنې د يوناما له يوه استازي سره د رسنيو پر مالي ستونزو خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/0bd80000-0aff-0242-45f1-08d9add418ac_w800_h450.jpg)
د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې په هرات کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له یوې محلي چارواکې سره د رسنیو پر مالي ستونزو خبرې وکړې.
دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په هرات کې د یوناما د ولایتي دفتر له مشرې ارزو هاتاکوی (Arezoo Hatakoi) سره دغه غونډه تنظیم کړې وه، چې د محلي رسنیو مشرانو په کې برخه درلوده.
د اعلامیې لهمخې په دې غونډه کې پر هغو چلنجونو بحث وشو، چې دا وخت د افغانستان رسنۍ او ژورنالېستان ورسره مخامخ دي، په ځانګړي ډول د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې.
د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د افغان ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې مشر شامل احمد مشال د رسنیو پر لږو عوایدو اندېښنه وښوده او له یوناما یې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په لسګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شوي دي.