ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو فعاليت د ښځينه کارکوونکو له کار سره تړلی دی
ملګروملتونو نن په یوه ټویټ کې ویلي، د بشري مرستو ښځینه کارکونکې د ژوند ژغورنې د مرستو په رسولو کې خورا مهمې دي.
دغه وروستی جنسیتي خبرداری د ملګروملتونو د ښځو څانګې ورکړی دی.
تر دې مخکې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د تېرې دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د دې سازمان په عمومي غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او اوسمهال افغان نجونې او ښځې په خپل وطن کې د تبعید شویو په څېر ژوند لري.