جیمي فلای: په افغانستان کې د ازادي راډیو مینه والو ته له هرې ممکنه لارې خپرونې رسوو
![جیمي فلای: په افغانستان کې د ازادي راډیو مینه والو ته له هرې ممکنه لارې خپرونې رسوو](https://gdb.rferl.org/07520000-0aff-0242-5321-08da3e55b5ac_w800_h450.jpg)
د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو مشر جیمي فلای وایي، افغانستان کې به د دغې راډیو مینه والو ته له هرې ممکنې لارې خپرونې ورسوي.
ښاغلي فلای دغه څرګندونې د طالبانو د هغه اقدام په غبرګون کې کړي چې په افغانستان کې یې د ازادي راډیو پښتو او دري ویبپاڼو ته لاس رسی بند کړ.
جیمي فلای ویلي، کله چې طالبانو د ازادي راډیو ایف او او منځنۍ څپې بندې کړي، نو دوی یې ځواب کې خپلې خپرونې ۲۴ ساعته کړې.
د ازادي راډیو د فعالیت یو عمده هدف په هغو سیمو کې د بیان ازادي ته کار کول دي خلک یې له دغې ازادۍ څخه محروم وي.
اوس ازادي راډیو په افغانستان کې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو په لنډو څپو او د ماښام له شپږو د سهار تر شپږو په منځنۍ ۱۲۹۶ څپو خپرونې لري.