روسیې پر لسګونه امریکایي چارواکو بندیزونه ولګول
![روسیې پر لسګونه امریکایي چارواکو بندیزونه ولګول](https://gdb.rferl.org/57f324f6-44bc-4125-bea7-b0b178572d2e_w800_h450.jpg)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر لسګونه امریکایي چارواکو نوي بندیزونه ولګول.
د بندیزونو په دغه لېست کې د ۷۷ امریکایانو نومونه راغلي چې د ایالتونو والیان او د کورنۍ غړي او دغه راز د یو شمېر سناتورانو له هغې ډلې مچ مک کانل او جک شومر د اولادونو نومونه شامل دي.
دا بندیزونه یوه اونۍ وروسته تر دې وضع شول چې امریکا پر ۲۲ روسیي اتباعو بندیزونه ولګول.
امریکا پر هغو روسي اتباعو بندیزونه لګولي چې د دوی په خبره د روسیې د پوځي صنعت په کاروبارونو کې ښکېل دي.