خلک: د ترینکوټ ښار د شپې له ۹ بجو وروسته په بشپړه توګه بندېږي
د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د شپې نهه بجې لا نه وي چې ښار په بشپړه توګه وتړل شي.
دوی دا کار د ښاري اصولو خلاف بولي او وايي، زیات خلک د شپې لخوا یو څه اخیستلو ته اړتیا لري.
بلخوا د ترینکوټ ښاروال هم د خلکو ستونزې مني.
دی وايي، پلان لري چې ژر تر ژره د ترینکوټ ښار د برښنا سیستم بېرته فعاله کړي.
په دې اړه نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ: