سنرایزرز ایسټرن کېپ د سویلي افریقا شل اوریزه لیګ اتلولي وګټله
د سویلي افریقا د شل اوریزه لیګ په پایلوبه کې سنرایزرز ایسټرن کېپ د ۴ وېکټو په توپیر سره پرېټوریا کپیټل ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د دې لیګ د لومړي پړاو اتلولي وګټله.
پرېټوریا کپيټل د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۶ منډو هدف ټاکلی و چې سنرایزرز لوبډلې د ۶ وېکټو په سوځېدو په ۱۷ اور کې پوره کړ.
د کپیټل په توپ وهونکو کې هېڅ لوبغاړي د پام وړ توپ وهنه ترسره نه کړه، خو د سنرایزرز لپاره وان ډر میرف ۴ لوبغاړي وسوځول.
هدف ته د رسېدو په پار د سنرایزرز د توپ وهونکو له ډلې اډم روسنګټن ۵۷ او لوبډلمشر مارکرم ۲۶ منډې وکړې.
د کپیټل توپ وهونکو د لوبې په وروستیو شېبو کې ښه توپ اچونه وکړه، خو د هدف کموالی د دوی د ماتې لامل شو.
د یادونې وړ ده چې د سویلي افریقا په شل اوریز لیګ سیالیو کې ۶ لوبډلو برخه درلوده، چې راشدخان په کې د مای کېپ ټاون لوبډلمشر و او په همدې لوبډله کې بل افغان لوبغاړی وقار سلام خېل هم لوبه کوله.