طالبان: د داعش وسلهوال له یو شمېر هېوادونو افغانستان ته راننوتي
طالب چارواکي وايي، وروستیو کې داعش وسلهوال له یو شمېر هېوادونو افغانستان ته راننوتي دي.
د طالبانو د حکومت وياند دا ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه، بلکې یوه ستونزه يادوي.
که څه هم طالبان داعش ستونزه بولي، خو په دې وروستیو کې د دې ډلې لهخوا ان په پلازمېنه کابل کې هم مهم اهداف په نښه شوي دي.
داعش د مرغومي په ۲۱مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخ ته د هغې چاودنې مسوولیت ومانه، چې د دې وزارت له شلو زیات ټیټ رتبه او لوړ رتبه مامورین او ډیپلوماټان په کې ووژل شول.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد چې نن یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خبرو په غبرګون ازادي راډيو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې داعش ډله نهده توانېدلې یو مهم دولتي ځای په نښه کړي.
په داسې حال کې چې بلاول پرون په مونیخ کنفرانس کې وویل، داعش د طالبانو لپاره لوی خطر دی.
ذبیحالله مجاهد دا هم وویل چې وروستیو کې داعش وسلهوال د بریدونو لپاره له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانهخیست.
هغه زیاته کړه: "موږ اوس هم داعش تهدید نهبولو، بلکې یوه ستونزه ده چې د راټولېدو په حال کې ده. دوی په ډېری ځایونو کې ځپل شوي دي. دا د کارتهنو پېښه یې یوه بېلګه ده چې په دی هر چېرې شک راشي، پټنځای یې پیدا کېږي او لهمنځه وړل کېږي."
طالب چارواکي داسې مهال د داعش د ځپلو ادعا کوي چې د فبروري په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.
په همدې غونډه کې د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې لهخوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
دې هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.
له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي داعش ډلې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړي دي.
د بېلګې په توګه داعش د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر ختیځ لور ته په پرتې دروازه کې چاودنه وکړه چې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر یې ووژل.
له دې پېښې دوه میاشتې وروسته یې د اکټوبر په ۳مه د کابل عیدګاه جومات په نښه کړ چې په کې یې ۸ تنه ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
له ياد برید پنځه ورځې وروسته یې د کندز په سیداباد کې د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چېرته چې یې ۵۰ تنه ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.
د همدې میاشتې په ۱۵مه یې د کندهار په فاطمیه جومات برید وکړ چې په کې یې ۳۷ تنه ووژل او ۹۰ نور یې ټپیان کړل.
داعش ډلې نور بريدونه هم کړي چې په کې په طالبانو بریدونه او د دوی د مهمو پلویانو او قوماندانو وژل هم شامل دي.