ترکیه کې مرګونې زلزله؛ د ژغورنې چارې ټکنۍ شوي
په ترکیه کې پر شوې زلزلې له دوو اوونیو تېرېدو وروسته د ژغورنې چارې نن یکشنبه ټکنۍ شوي دي.
په ترکیه کې نن یکشنبه تر نړېدلو دانیو لاندې د راګیر پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې پای ته نږدې شوې دي.
په دغه هېواد کې ګڼ کسان اوس د هغو خلکو لپاره دعا او ویر کوي چې لا یې مړي نه دي موندل شوي.
د فبروري میاشتې د شپږمې نېټې زلزله، د ترکیې په معاصر تاریخ کې ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.
په قهرمان ماراس ښارګوټي کې د بلډوزرو یوه چلوونکي اقین بوزکورت چې د یوې نړېدلې ودانۍ د ټوټو په لیرې کولو بوخت و رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "موږ هم دعا کوو چې ورک اجساد وموندل شي چې د هغوی کورنیو ته یې ورسوو."
د ترکیې د طبیعي افتونو او اضطراري چارو د تنظیم ادارې مشر یونس سیزیر ویلي چې د ژغورنې چارې ښايي د یکشنبې د شپې مهال ختمې شي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، په ترکیه او د هغې په ګاونډ سوریه کې د وروستۍ زلزلې او تر زلزلې وروسته د نورو ټکانونو له کبله د مړو شمېر له ۴۶زرو اوښتی دی.
ګومان کېږي چې د مړو واقعي شمېر به تر دې هم زیات وي، ځکه یوازې په ترکیه کې ۳۴۵زره ودانۍ نړېدلي او ګڼ کسان لا هم ورک دي.
د ترکیې تر څنګ سوریې هم دا نه دي ویلي چې دقیقاً څوک کسان لادرکه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې په ترکیه او سوریه کې ۲۶ میلیونه وکړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د سوریې چارواکو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې ځینو ساحو ته د دوی د تګ مخه نیولې ده.