د امريکا پراختيايي ادارې د افغانستان له روغتيايي مرکزونو سره مرسته کړې
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او په افغانستان کې له روغتیایي مرکزونو سره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې یا یو اس ايي ډي د نوې مرستې خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون په یوه ټویټ کې د یو اس ايي ډي د سخاوتمندانه مرستو په مننې سره ویلي چې، دېرش کمپیوټرونه یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې روغتیایي کارکونکي ته ورکړي ترڅو پر ناروغیو څارنه زیاته او د ناروغیو د خپرېدو په وړاندې غبرګون پیاوړی شي.
د ډبلیو ایچ او په خبره د دغې مرستې په نتیجه کې به د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي او هم به د افغانانانو لپاره روغتیایي خدمتونه ښه شي.
تر دې مخکې ډبلیو ایچ او څه باندې یوه اوونۍ مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان روغتیایي سیستم ډېر تر فشار لاندې دی، خو د بسپنه ورکونکو او د ملګروملتونو په ملاتړ یې تر اوسه تاب راوړی دی.