د ډالر پر وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت ټیټ شوی
د ډالر پر وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت پرون شنبه ۳۵۰۰ تومانه نور ټیټ شو او هر ډالر په ۵۷ زره ۵۰۰ تومانه تبادله شو.
د ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې د ایران د ملي پیسو ارزښت پر له پسې ټیټېږي او نن یکشنبه هم ۵۰۰ تومانه یا ۵۰ زره ریاله ټیټ شوی دی.
د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا له راپور سره سم، نن هر ډالر د ایران د اسعارو په بازارونو کې په ۵۸ زره او ۵۰۰ تومانه تباله کېږي.
د روان لمریز کال له پیله تراوسه پورې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ایران ملي پیسې ۱۱۸ سلنه ټیټې شوې دي.