ایران د لاسوهنې په تور له دې هېواده دوه جرمني ډیپلوماتان ایستلي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن په یوه بیان کې وویل چې په تهران کې د جرمني سفیر وزارت ته احضار شوی او د دغې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی.
هغه په دې اړه چې دغو ډیپلوماتانو په مشخص ډول ډیپلوماتیک پروتوکول څه ډول مات کړی، نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي چې دغو ډیپلوماتانو ته له هېواده د وتلو څومره وخت ورکړل شوی دی.
د ډیپلوماتانو نومونه او دندې یې هم نه دي په ډاګه شوي.