هغه نجونې چې د زده کړې لپاره یې وینې وبهېدې، له پوهنتون څخه محرومې شوي
![هغه نجونې چې د زده کړې لپاره یې وینې وبهېدې، له پوهنتون څخه محرومې شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-8fab-08db20b76d1c_tv_w800_h450.jpg)
د کاج روزنیز مرکز زده کوونکي چې تېر کال د کانکور د آمادګي پر مهال پرې برید وشو، اوس لکه زرګونه نورې نجونې له پوهنتون څخه محرومې شوې دي.
د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې له ۵۰ زیات زده کوونکي ووژل شول او نږدې ۱۱۰ نور ټپیان شول.
د دغه برید ځینې زده کوونکي اوس روغ شوي او پوهنتون ته تګ توان لري خو د طالبانو حکومت د شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.