طالبان: په خوست کې یو کس خپل زوی او لور وژلي
د خوست د ګربزو ولسوالۍ د بوري خېلو په سیمه کې د تېرې جمعې ورځې ناوخته یو کس خپل زوی او لور وژلي او د کورنۍ دوه نور غړي يې ټپیان کړي دي.
د طالبانو په کنټرول کې د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، یاد کس په نشه يي توکو روږدی و چې وروسته طالبان د پېښې ځای ته ورغلي او په هغوی يې هم ډزې کړي دي.
د ده په خبره چې په پېښه کې یاد کس هم وژل شوی، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دې کس په خپله ځان وژلی او که طالبانو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
ګربز د پېښې په اړه داسې وویل: "بېګاه تقریباً ۷ بجې د ګربزو ولسوالۍ اړوند د بوري خېلو په سیمه کې د سردار په نوم کس چې په نشه يي توکو روږدی و، خپله یوه لور او یو زوی وژلي دي، دوه زخمیان دي، امنیتي سرتېري هم ورغلي دي، امنیتي سرتیرو باندې هم ډزې کړي چې امنیتي کسانو هم ورباندې ډزې کړې، خو تر اوسه معلومات نه دي شوي چې دا سردار نومی کس خپله ځان وژلی که په ډزو کې وژل شوی دی."
د خوست لپاره د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.