د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې خپله دویمه لوبه ټایلنډ ته وبایلله
![د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې خپله دویمه لوبه ټایلنډ ته وبایلله](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-357a-08db27c6ab2d_w800_h450.jpg)
په ټایلنډ کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په دویمه لوبه کې ټایلنډ ۵ د ۴ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د ټایلنډ په پتایا ښار کې پیل شوې وه، د کوربه لوبډلې په بري سره پای ته ورسېده.
د دې لوبې په ترڅ کې ټایلنډ په پرله پسې بریدونو سره ۵ ګولونه ترسره کړل او د افغانستان لوبغاړي یوازې د ۴ ګولونو په وهلو بریالي شول.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه بحرین ته ۴ د ۲ پر وړاندې بایللې وه.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه له سعودي عربستان سره ترسره کړي.