پوتین د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی
![پوتین د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی](https://gdb.rferl.org/d31f2865-8f46-4912-98bd-9b2c4af1c1c9_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې کرملین دغه اعلان نن یکشنبه وکړ.
ټاس خبري اژانس لیکلي، دا د پوتین سفر کاري سفر و چې دغه ښار ته یې وکړ.
ماریوپول په وروستیو سختو جګړو کې تر ډېره ویجاړ شوی دی.
د ټاس اژانس په وینا ښار ته له رسېدو وروسته پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې.
په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.
پوتین تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې له خاورې سره د تور سمندرګي د ټاپووزمې کریمیا د الحاق د نهمې کلیزې په مناسبت دغې سیمې ته سفر کړی و.
د روسیې هغه اقدام غیرقانوني بلل شوی او په نړیواله سطحه غندل شوی دی.