د طالبانو له بنده د مدني فعال 'مطیع الله ویسا' د ژر خوشې کېدو غوښتنه وشوه
ریچارد بېنيټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو له خوا د ویسا د نیول کېدو راپورونو اندېښمن کړی دی.
د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي ازادي راډیو ته وویل چې ویسا تېر ماښام د کابل خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې بوته.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
مطیع الله ویسا له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې په لرو پرتو ولایتونو کې د تعلیم د عامېدو کمپاینونه مخته وړي.