جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې
![جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې](https://gdb.rferl.org/5277CCC9-740C-4C3E-8605-B15AC863EC61_cx0_cy18_cw60_w800_h450.jpg)
جاپان په افغانستان کې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې له پروژو او د ښوونځیو له تاسیساتو سره د مرستې لپاره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت پرون پر ټویټر په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې له صندوق یونېسف څخه یې په دې چاره کې د ګډون په خاطر مننه کړې.
په همدې حال کې یونېسف په یوه جلا ټویټ کې ویلي چې د جاپان له مرستې څخه به ۱۸ میلیون ډالره د میندو او ماشومانو د اړتیا وړ واکسینونو او پاتې ۳،۶ میلیون ډالر به د افغانستان په ۲۰ دولتي ښوونځیو کې د شاوخوا لس زره زده کوونکو لپاره د اوبو او تشنابونو پر سیسټم ولګول شي.