د طالبانو لهخوا د 'مطیعالله ویسا' نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي
د طالبانو لهخوا د قلم لار بنسټ مشر مطیعالله ویسا نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي، روښانه کړي چې ولې یې د قلم لار بنسټ مشر مطیعالله ویسا نیولی دي؟
یوناما نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ویسا ځای ځایګی دې معلوم او کورنۍ او حقوقي استازي ته لاسرسی دې ورته برابر شي.
د مطیعالله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ویسا تېر ماښام د کابل خوشحال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې یوړ.
هغه ویلي: "دوه ټوډي موټر وو. د ده او د امنیت د کسانو ترمنځ جنجال و. ویسا ورته ویل چې کارټ مو ښکاره کړئ، زه تاسې څه پېژنم چې څوک یاست، د امنیت کسان یاست که د حوزې، خو دوی نه کارټ ښکاره کاوه نه یې خبره منله او زور یې کاوه. ولچک یې راواخیستل په زوره یې موټر ته واچوه او ډېر وحشیانه عمل یې وکړ. دلته ما په خپلو سترګو ولیدل، دا خلک ټول ولاړ وو."
د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیحالله مجاهد مو د مطیعالله ویسا د نیولو د لامل په اړه وپوښتل، نوموړي وویل په دې اړه به معلومات وکړي، خو د ازادي راډیو له ډېر ټینګار سره سره یې هم د راپور تر خپرېدو معلومات شریک نهکړل.
د طالبانو دې کړنې په پراخه کچه غبرګونونه راپورته کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو لهخوا د مطیعالله ویسا نیول کېدو سخت اندېښمن کړی دی.
هغه زیاته کړې: "ښاغلی ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ټول هېواد کې د افغان هلکانو او نجونو زدهکړو ته د لاسرسي لپاره کار کوي."
ټوماس نیکلاسن له طالبانو غوښتي چې مطیعالله ویسا خوشې کړي.
د بشري حقونو د څار سازمانو د ښځو څانګې مسوولې هېډر بار بیا د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې د پوښتنې په شکل په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د هغه هېواد راتلونکی به څه وي چې واکمنان یې د تعلیم پر وړاندې جنګېږي.؟"
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم ویلي، د مطیعالله ویسا نیول کېدو اندېښمن کړی.
بېنیټ زیاته کړې، د هغه خوندیتوب مهم دی او ټولو قانوني حقونو ته یې باید درناوی وشي.
مطیعالله ویسا نږدې ۱۴ کاله کېږي چې په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره کمپاین ډوله مبارزه کوي.
هغه په کلیو او لېرې پرتو سیمو ګرځي او له کورنیو، قومي مشرانو او ټولو غواړي چې ماشومانو ته د زدهکړو د برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه له ښوونځیو پاتې شویو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه هم برابروي او تر خوا یې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی چې د ښوونځي زدهکوونکو ته په کې د زدهکړو لپاره اړین توکي ځای پر ځای دي.
پر طالبانو دا نیوکه ده چې واک ته له رسېدو وروسته یې، ټول هغه کسان په یوه نه یوه ډول یا نیولي یا ځپلي چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې غږ پورته کړی دی.