ایټالیا د 'چټ جې پي ټي' پلټفارم کارول منع کوي
![ایټالیا د 'چټ جې پي ټي' پلټفارم کارول منع کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-48fb-08db314f869f_w800_h450.jpg)
د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې منع کوي.
دا پلټفارم د مایکروسافټ کمپنۍ په ملاتړ په نومبر میاشت کې راووت او ډېر ژر یې میلیونونه کسان ځان ته جلب کړل.