فلسطيني ملېشو په غزې تراړه کې د اسرائيلو پر لور ۷ توغندي ويشلي دي
![فلسطيني ملېشو په غزې تراړه کې د اسرائيلو پر لور ۷ توغندي ويشلي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c7ee-08db35c0ac5d_w800_h450.jpg)
فلسطیني ملېشو په غزې تراړه کې تېره شپه او نن سهار وختي د اسرائیلو په لور لږ تر لږه ۷ توغندي ویشتلي دي.
د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس د اسرائیلو د پوځ په حواله ویلي چې، دا توغندي له مېشت ځایونو بهر لګېدلي او چاته یې مرګژوبله نهده اړولې.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، د دویمې شپې په مخه هم په بیت المقدس جومات کې د فلسطینیانو او اسرائیلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
اخ او ډب وړمه شپه هغه مهال پيل شو چې اسرائیلي پولیسو پر بیت المقدس جومات عملیات وکړل.
رویټرز اژانس وایي، لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان ټپیان شوي او په خبره یې داسې ویډیوګانې هم ښکته پورته کېږي چې ښيي اسرائیلي پولیس د جومات دننه مسلمانان ډبوي.
اسرائیل بیا ویلي، دوی دا عملیات د دې لپاره کړي چې، هلته د جومات دننه د هغو کسانو لهخوا د تاوتریخوالي مخه ونیسي چې په خبره یې وسلې، ډبرې او اورشیندونکې پټاقۍ یې درلودې.