روسیې لسګونه قرغزیان له خپل هېواده وویستل
![روسیې لسګونه قرغزیان له خپل هېواده وویستل](https://gdb.rferl.org/EB3C245B-DBDA-49CD-921A-2286583A9EE6_w800_h450.jpg)
روسي چارواکو پرون اعلان وکړ چې ۱۳۶ د قرغزستان وګړي يې تېره اوونۍ د روسیې له قوانیو څخه د سرغړونې په تور له دې هېواده وویستل.
ځايي چارواکو ويلي، شاوخوا سل تنه نور چې طبي معایناتو ته اړتیا لري او د احتمالي وویستلو سره مخامخ دي په توقیف ځایونو کې ساتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې یو شمېر کډوال وايي، د کډوالۍ اسنادونو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکوي.
روسیه د زرګونه قرغزي کارګرو کوربه ده.