د جرمني يو جګپوړي چارواکي افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه اندېښنه ښودلې
![د جرمني يو جګپوړي چارواکي افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه اندېښنه ښودلې](https://gdb.rferl.org/549ACCB3-4D68-469A-90EE-6C0BBF0B5A57_w800_h450.jpg)
د جرمني یوه جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جرمني د اساسي قانون د خوندیتوب د ادارې مشر توماس هالدین وانګ د جرمني خبري اژانس ډې پي اې ته ویلي چې، په افغانستان کې د داعش غښتلتیا په جرمني کې د ګواښ حالت تشدیدوي.
هغه ویلي دغه ډله چې په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه مخ ته وړي، په عین حال کې د اروپا لور ته هم ځیر ده.
هالدین وانګ همدارنګه ویلي، د اسلامپالو لهخوا د ترهګرۍ لوړ خطر ته په پام په جرمني کې امنیتي چارواکي بیدار دي او پر ټولو سناریو فکر کوي.
د جرمني دغه جګپوړی چارواکی په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو پر زیاتوالي اندېښنه داسې مهال څرګندوي چې، دې ډلې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ډېرو خونړیو حملو مسولیت اخیستی.
خو طالبانو ویلي چې، دا ډله یې تر ډېره ځپلې او هغه په دې حد کې نهده چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي.