له نيول کېدو يوه اوونۍ وروسته د مطيعالله ويسا د برخهليک په اړه معلومات نهشته
![له نيول کېدو يوه اوونۍ وروسته د مطيعالله ويسا د برخهليک په اړه معلومات نهشته](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b939-08db36602490_tv_w800_h450.jpg)
تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ماشومانو د زدهکړو فعال مطيعالله ویسا د طالبانو له لوري ونيول شو.
نوموړی اوس هم د طالبانو په بند کې دی، خو د طالبانو حکومت د نوموړي په اړه له څه ويلو ډډه کوي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي، ښاغلی ويسا د پاروونکو کړنو له امله نيول شوی دی.