فايق: ملګري ملتونه هغه رژيم ته استازولي نه ورکوي چې د افغانانو استازی نهوي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ به هیڅکله داسې رژیم ته و نه سپارل شي چې د افغانانو استازیتوب نهکوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله ټویټرپاڼه د دې وزارت د سرپرست امیرخان متقي یوه ویډیو خپره کړې چې، پهکې له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري او زیاتوي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د داسې شخص په لاس کې ده چې د افغانانو استازی نهدی.
نوموړي ويلي: "دا یو ظلم دی چې له افغانانو سره شوی دی. هڅه کوو چې هغه هم د افغانانو نماینده کس ته وسپارل شي، څو دا پاتې ستونزې هم حل شي."
خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، طالبان خپله د افغانانو استازي نهدي، د زور لارې واکمن شوي او نږدې ۴۰ میلیونه افغانان یې یرغمل نیولي.
نصیراحمد فایق دا هم وویل چې، د طالبانو اوسنی رژیم نا مشروع دی او د دې حق نهلري چې ځانونه د افغانانو استازي وبولي.
نوموړي د امیرخان متقي د دې غوښتنې په غبرګون کې چې له ملګرو ملتونو غواړي، څو په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري؛ وویل: "نړیواله ټولنه اوسمهال دې ته چمتو نهده چې له طالبانو سره نورمالې اړیکې ولري او له همدې امله یې دوی په رسمیت هم نهدي پېژندلي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ او د افغانستان سفارتونه یو مشروع نظام پورې تړلي دي. تر هغه چې افغانستان یو مشروع نظام چې افغانانو انتخاب کړی نهوي او د خلکو په خوښه راغلی نهوي و نهلري، طالبان نهشي کولای د افغانانو او د یوه مشروع نظام استازولي وکړي."
نصیراحمد فایق په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفا وروسته، سرپرست وټاکل شو.
د طالبانو حکومت اوسمهال په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دې څوکۍ ته نومولی دی او ترڅنګ یې په ځلونو دا غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۶مه یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې په دې سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ طالبانو ته و نه سپاري.
هغه مهال د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ۱۹۳هېوادونو دا پرېکړه تایید کړه او تر خوا یې دا هم وویل چې، په دې اړه به بله پرېکړه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې وشي.
له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په ځلونو یې له نړیوالې ټولنې د رسمیت او ترڅنګ یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان یې دا غوښتنه رد کړې ده.
طالبان وايي، د دوی د مشروعیت لپاره شرایط پوره کړي، خو د نړیوالې ټولنې باور دا دی چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه نقض کړي، د همهشموله حکومت په جوړېدو کې ناکام دي او تر خوا یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ترهګرو سره د اړیکو په برخه کې هم په کړنو پراخې نیوکې شته.