طالبانو د خپل مخالف وسلهوال قوماندان اکمل اميري او د هغه د ۷ ملګرو د وژلو ادعا کړې
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې شویو دغو عملیاتو کې د ښاغلي امیري ۷ ملګري هم وژل شوي دي.
اکمل امیري چې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پخوانی قومندان هم پاتې شوی، اوسمهال د افغانستان د ازادۍ جبهې یو مشهور قومندان و.
تر اوسه د ازادۍ جبهې چې د طالبانو وسلهوال مخالفت کوي، په دې اړه څه نهدي ویلي.