يوناما د هغو مدني فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو په بند کې دي
د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات او د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي له خوشې کېدو وروسته، یوناما بېګا پر ټویټر په یو بیان کې د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ د نورو فعالانو د خوشې کېدو پر غوښتنه ټینګار کړی.
یوناما ویلي، باید هيڅ افغان د خپل نظر د بیانولو له وجې ونه نیول شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او خبریالان نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې یوشمېر فعالان له هغې ډلې مطیعالله ویسا، سبحان الله سبحاني، مرتضی بهبودي، خیرالله پرهر، کاظم امیني او الهه دلاورزۍ لا هم د طالبانو په بند کې دي.
د طالبانو حکومت، د یوناما د دې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.