يوناما له خپلو افغان همکارانو غوښتي چې تر بلې خبرتيا دې دفترونو ته نهځي
یوناما نن په یوه بیان کې وویل، د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې تر ۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه ارزونه کوي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ښځې د ملګروملتونو او نورو نادولتي مؤسسو په دفترونو کې کار نهشي کولای.
یوناما وايي د طالبانو پرېکړه ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې، د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو او د خپلو نورمونو او اصولو تر منځ يو ډارونکی انتخاب وکړي.
بیان زیاتوي چې د مې تر پنځمې پورې به یوناما اړینې سلامشورې وکړي او د ټولو احتمالي پایلو په اړه به چټک بېړني پلانونه جوړ کړي.