د اوکراين ډالفين کبان رومانيا کې کرتبونه وړاندې کوي
![د اوکراين ډالفين کبان رومانيا کې کرتبونه وړاندې کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-06c2-08db3a952bc6_tv_w800_h450.jpg)
د اوکراین له خارکیف ښار څخه د جګړې له کبله ډالفین کبان او د هغوی روزنکې ډله رومانیې ته لېږدول شوې ده. هغوی هلته خلکو ته کرتبونه وړاندې کوي. د رومانیې روزونکي وايي له اوکراینيو روزونکو سره په خبرو کې مشکل لري خو له انسانانو سره په مينه لرلو مشهور ډالفین ماهيان د دواړو هېوادونو د روزونکو په اشارو پوهېږي. نور تفصيل د رويټرز اژانس په ويډيو کې