د اوکراين پوځ: دونېڅک کې مو د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي
![د اوکراين پوځ: دونېڅک کې مو د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7eec-08db3ccbdfa6_w800_h450.jpg)
د اوکراین پوځ وایي، ځواکونو یې تېره ورځ په ختیځه دونېڅک سیمه کې د روسیې ډېرې حملې شنډې کړې دي.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د اوکراین مدافعانو پرلیومان، باخموت، اودیوکا او مارینکا ښارونو د روسي ځواکونو څه باندې ۶۰ حملې په شا تمبولي دي.
پوځ ویلي، روسي ځواکونو سره له دې چې ورته د پام وړ زیان رسېدلی، پر دې سیمو بریدونو ته دوام ورکړی.
د اوکراین پوځ دغه راز ویلي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د زاپوریژیا د سیمې پر زاپوریژیا او کومیشاواخا ښارونو او د مایکولیف د سیمې پر سنیهوریوکا ښار د هوایي مدافعې د سیسټم S-300 په ذریعه ۲۵ میزایل ویشتي او ۴۲ هوایي بریدونه يې ترسره کړي دي.
د پوځ په وینا په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او ډېر شمېر ملکي تاسیسات هم ویجاړ شوي، خو پوځ نور جزیات نهدي ورکړي.