کرېکټ؛ د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلیږي
![کرېکټ؛ د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلیږي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-68fe-08db40afb3e2_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpeg)
د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې، د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي.
کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دا سیالۍ به د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې ترسره شي.
یادې ادارې د دې سیالیو په تړاو ازادي راډیو ته ویلي وو، دا چې سږ کال اسیا او نړیوال جامونه یو ورځنۍ بڼه لري، نو ځکه غواړي زرغون جام سیالۍ د ټولو ملي لوبغاړو په ګډون ترسره کړي.
دغه سیالۍ چې په لومړي ځل تېر کال ترسره شوې، په ۳ لوبډلو کې د افغانستان اکثریت ملي لوبغاړي ولوبول شول او پایلوبه یې د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ هندوکش سټرایکرز لوبډلې ګټلې وه.