زابل کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نهلري
![زابل کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نهلري](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7a10-08db40bf1d9d_w800_h450.jpg)
د زابل په بېلابېلو سیمو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نهلري او ماشومان یې تر شنه اسمان لاندې په ناسم چاپيريال کې زدهکړې کوي.
د يادو سیمو ځايي اوسېدونکي د ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنه کوي.
بلخوا په زابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په تمه دي چې د ښوونځیو لپاره ودانۍ ورته جوړې کړي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: