په چین کې د اور لګېدو پېښې له کبله د قربانیانو شمېر ۲۹ کسانو ته رسېدلی
![په چین کې د اور لګېدو پېښې له کبله د قربانیانو شمېر ۲۹ کسانو ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d582-08db40b1373b_w800_h450.jpg)
یوه چینایي چارواکي نن وویل چې د پېکېنګ په یوه روغتون کې د اور لګېدو له امله د قربانیانو شمېر نهه ویشتو ته رسېدلی دی.
دا اور نیمه شپه ولګېد چې وروسته له نیم ساعته مړ شو.
د پېکېنګ د ښاروال مرستیال لي زونګرونګ نن د دې پېښې د قربانیانو شمېرې اعلان کړې.
د دې روغتون د مدیر په ګډون دولس تنه د دې اور لګېدو په تړاو نیول شوي دي.
تر اوسه د دې اور لګېدنې علت نه دی ویل شوی.