تورخم ته نږدې د غره ښویېدنې پېښه کې د ۵ افغانانو مړینه تایید شوې
![تورخم ته نږدې د غره ښویېدنې پېښه کې د ۵ افغانانو مړینه تایید شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-c22b-08db40a2e326_w800_h450.jpg)
د تورخم دروازې خیبر پښتونخوا غاړې ته د غره ښویېدنې له امله د پنځه افغانانو مړینه او اتو کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.
د اپرېل په اتلمسه د خیبرپښتونخوا اړوند تورخم دروازې ته څېرمه د غره ښویېدنې په یوه پېښه کې افغانانو ته تلفات اوښتي دي.
ځايي چارواکو د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال ته ویلي چې په دغه پېښه کې پنځه افغانان مړه شوي او اته کسان نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې یو ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته ویلي چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او تر لاسه شوي معلومات لومړني دي.
د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي د ژغورنې عملیات چټک کړي تر څو د نورو زیانونو مخه ونیول شي.
هغې زیاته کړه: "د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه له ۲۰ نه تر ۲۵ پورې موټر لاندې بند پاتې دي او په ډېر احتمال سره چې په دې کې به خلک هم بند پاتې وي، خو دا هر څه له وخت څخه مخکې دي چې په اړه یې څه ووایوو."
په سیمه کې د ازادي راډيو د مشال څانګې خبریال ته ځایي چارواکو د پنځو افغانانو وژل کېدل او د اتو کسانو ټپي کېدل تایید کړي او د دوی په خبره ښايي دا شمېره په راتلونکې کې لوړه شي.
په تورخم کې د دواړو خواو د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان بیا د دې پېښې د رامنځته کېدو اصلي عاملان د افغانستان او پاکستان اړوندې ټرانسپورټي ادارې ګڼي.
په سیمه کې د یو افغان شخصي ټرانسپورټي شرکت مسوول محمدنور احمدزي د ازادي راډیو د مشال څانګې له خبریال سره په خبرو کې وویل: "اول خو په کار و چې دې ته تحفظي دېوال جوړ شوی وای. دویم غفلت د اړوندو ادارو ده چې په مناسب وخت کې کلیرینس نه کوي. کله چې ناټو تله د ورځې اتلس سوه یا ۲ زره موټر تله اوس دوه سوه هم نه پاس کېږي. زه له دواړو حکومتونو ګیله من یم چې په وخت یې کار کړی وای دا موټر به وتل کنه."
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالات کې د یو شخصي ټرانسپورټي شرکت مسوول شاکر اپریدي هم دغو مسوولانو ته د انتقاد ګوته ونیوله.
هغه وویل: "دې ته ورته حادثې پخوا هم شوې وې، خو دلته د هر چا خپل واک دی. مخکې چې حادثې شوې وې باید دوی اوس ډېر احتیاط کړی وای، خو څوک د دې خبرو په کیسه کې نه دي. تباهي په کې د ټرانسپورټرانو وشوه. ډریوران په کې مړه پراته دي. دغه پېښه چې د هر جا د غفلت له امله شوي وي باید عریضه پرې وشي."
د تورخم دروازې د خیبر پښتونخوا برخې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د اپرېل په ۱۸مه د شپې پر مهال شاخوا ۲ بجې د تورخم دروازې ته نږدې د غره ښویېدنې له امله یو شمېر باروړونکي لارې د خاور لاندې شوي.
دوی بیا د غره ښویېدنې لامل په سیمه کې د ساختماني شرکتونو کار یادوي.