امان الله ناصر وايي د ټوکو له لارې د ټولنې اصلاح کول غواړي
![امان الله ناصر وايي د ټوکو له لارې د ټولنې اصلاح کول غواړي](https://gdb.rferl.org/EA06780B-925E-49B8-A778-10407E250B0D_w800_h450.jpg)
په مشال مرکه کې مو د پښتو نومیالی هنرمند او لیکوال امان الله ناصر مېلمه کړی دی. نوموړی له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې د لیکوال او ټېلېوېژني او راډیويي خپرونو د جوړوونکي او اداکار په توګه کار کوي. ناصر د مشال راډیو لپاره اوونیزه مزاحیه خپرونه "پام کوه" هم جوړوي. نوموړي ته په ۲۰۲۳ز کال کې د پاکستان ولسمشر د لسیزو د کار او زیار له کبله د پرایډ اف پرفارمنس په نوم لویه ولسي جایزه ورکړه. امان الله ناصر وايي، د مزاح له لارې د ټولنې د اصلاح هڅه کوي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.