ارزګان کې د يووالي په نوم د کرېکټ سيالۍ پيل شوې
![ارزګان کې د يووالي په نوم د کرېکټ سيالۍ پيل شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-52c3-08db449e9f57_w800_h450.jpeg)
مسوولین وايي، پهدې سیاليو کې ۲۲ رسمي لوبډلو برخه اخيستې، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
يادې سیالۍ د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې لوبغاړو په خپل شخصي لګښت پیل کړي دي چې، هدف يې د ځوانانو ترمنځ یووالی دی.
په دغه ولایت کې دا لومړی ځل دی چې، سږ کال د اختر په مناسبت د کرېکټ سیالۍ پیلیږي او ځوانان يې نندارې ته راځي.
نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: