لاوروف: د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې
![لاوروف: د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-4b82-08db44f1edc2_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین او روسیې د غلې د صادراتو موافقه له خنډ سره مخامخ شوې ده.
سیرګي لاوروف وايي، د روسیې د صادراتو پر وړاندې لاهم خنډونه شته دي.
دا موافقه تېره میلادي میاشت د شپېتو ورځو لپاره تمدید شوه، خو مسکو خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ د روسیې د غلې دانې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د موافقې تمدید به ونه مني.
لاوروف پرون په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د دې موافقې په اړه یو لیک استولی او ټاکل شوې چې ځواب به یې ترلاسه کړي.