اوکرایني چارواکو د روسي عملیاتو پر ضد د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ
![اوکرایني چارواکو د روسي عملیاتو پر ضد د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-cb94-08db448c6203_w800_h450.jpg)
د اوکراین دفاع وزیر وایي، د روسیې ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو لپاره د اوکراین چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی.
اولیکسي ریزنیکوف پرون په کییف کې خبرې غونډې ته وویل چې د تهاجمي عملیاتو لپاره لا هم یو څو وړو شیانو ته اړتیا شته.
نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي دلایلو له امله په دې برخه کې اوس جزییات له رسنیو سره نه شي شریکولای.
د اوکراین دفاع وزیر دا خبرې په داسې ورځ وکړې چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو روسي ځواکونو بریدونه وکړل او د څو ماشومانو په ګډون یې اوولس تنه ووژل.